د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي محسن رضایي وايي، چي ايران امريکا ته په جګړې او سياسي ډګر کي ماته ورکړې ده

د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي محسن رضایي وايي، چي ايران امريکا ته په جګړې او سياسي ډګر کي ماته ورکړې ده.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخي، رضایي ویلي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جګړه‌ییزو سیاستونو له امله خپل هیواد ته درانه زیانونه اړولي، د امريکا اوسېدونکي او حکومت ئې له لوړو لګښتونو سره مخ کړي دي.
نوموړي خبرداری ورکړی، چي له ایران سره هر ډول پوځي جګړه به امریکا ته زيان ولري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *