د ایران دولتي رسنۍ وایي، د سیستان او بلوچستان ولایت په سراوان ولسوالۍ کي د وسلهوالو کسانو په برید کي درې ايراني پولیس وژل سوي دي.
د راپورونو له مخي، دا پېښه هغه مهال رامنځ ته سوې، چي یادو پوليسو د امنیت د ټینګښت په ماموریت بوخت وو، خو تر اوسه د برید د څرنګوالي او عاملینو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره سوي.
ایراني رسنیو زیاته کړې، چي په وروستیو اوونیو کي په سیستان او بلوچستان کي د امنیتي ځواکونو، په ځانګړي ډول د پولیسو او سپاه پر ضد وسلهوال بریدونه زیات سوي دي.