د بلوچستان ایالتي حکومت د هغو سلګونو دیني مدرسو د ثبت بهیر تېز کړی، چي تر اوسه بې له رسمي اجازې فعالیت کوي.
چارواکي وایي، شاوخوا ۳۰۰ مدرسې لا هم نه دي راجستر سوي او د ځینو په اړه داسي اندېښنې سته، چي ښايي له بهرنیو سرچینو تمویل کېږي او یا غیرقانوني فعالیتونه لري.
د همدې له پاره حکومت هڅه کوي، ټولي دیني ادارې تر قانوني چوکاټ لاندي راولي او د هغوی مالي او تعلیمي چاري روښانه کړي.
اوس مهال په دغه ایالت کي نږدې ۲۲۰۰ مدرسې په رسمي ډول ثبت دي او پاته نوري ئې بې ثبته پاته دي.
خو د دې پرېکړي په غبرګون کي د جمعیت علما اسلام ځايي مشر مولانا عبد الواسع خبرداری ورکړی، چي که پر مدرسو فشارونه دوام وکړي، دوی به د حکومت پر ضد لاريونونه وکړي او حتی ټولنیز بایکاټ به هم اعلان کړي.
نوموړي دا اقدام ناعادلانه بللی او ټینګار ئې کړی، چي حکومت باید د دیني مدرسو ارزښت ته درناوی وکړي.