د بنګله‌دېش د اسلامي مرکز یو شمېر متخصص ډاکټران کابل ته راغلي او د افغاني سرې میاشتي په همکارۍ به د شونډي او تالو د چاک

د بنګله‌دېش د اسلامي مرکز یو شمېر متخصص ډاکټران کابل ته راغلي او د افغاني سرې میاشتي په همکارۍ به د شونډي او تالو د چاک له ستونزې سره مخ ۱۲۰ ماشومانو وړیا عملیات به وکړي.
د دغې ډلې په وینا، دوی په دې برخه کي د جراحي پراخه تجربه لري او تر دې وړاندي ئې په افغانستان کي له ۲۰۰ ډېرو ماشومانو درملنه کړې ده.
ډاکټران وايي، په پام کي لري چي په راتلونکي کي روغتیايي خدمتونه د افغانستان لېري پرتو سیمو ته هم ورسوي.