د تازه سپوږمکۍ انځورونو ښيي، ایران د نطنز

د تازه سپوږمکۍ انځورونو ښيي، ایران د نطنز، فردو او اصفهان په اټومي تاسیساتو کي د ځمکي لاندي تونلونو د ساتني له پاره نوي امنیتي اقدامات کړي دي.
راپورونه ښيي چي د دغو تونلونو د دروازو سره پوځي وسایط ځای پر ځای سوي، پر لارو موانع جوړ سوي او د خاورو بندونه اچول سوي دي.
د «جي‌فېد» د راپور له مخي، دا بدلونونه د تونلونو د لاسرسي د محدودولو او د تاسیساتو د امنیت د ټینګښت له پاره ترسره سوي دي.

په راپور کي ویل سوي چي د نوو انځورونو پرتله له پخوانیو سپوږمکۍ انځورونو سره ښيي، هغه لاري چي مخکي خلاصي وې، اوس په جزوي ډول تړل سوي او د موټرو چټک تګ راتګ په کښي ستونزمن سوی دئ.
کارپوهان باور لري چي دغه اقدامات د ایران د حساسو اټومي تاسیساتو د دفاعي تدابیرو د پیاوړتیا برخه ده، خو ایراني چارواکو تر اوسه په دې اړه رسمي څرګندوني نه دي کړي.