د تخار څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په مرکز تالقان ښار کي يو پخوانی نظامي لومړی تښتول سوی او وروسته وژل سوی دئ.
د سرچينې په وينا چي دغه پخوانی نظامي د چاقو په وسيله وژل سوی او جسد ئې د يکشنبې په ورځ موندل سوی دئ.
تر اوسه د دغه پخواني نظامي د وژني انګېزه څرګنده نه ده او ط..البانو ئې هم په اړه څه نه دي ويلي.
باید وويل سي چي په دې وروستيو کي په افغانستان کي مرموزي وژني ورځ تر بلي زياتېږي، چي ط..البان ئې په کنټرول کي پاته راغلي.