د جګړې احتمالي تحلیل:
لیکوال: فیل استیوارټ
سرچینه: رویټرز
منځني ختیځ ته د امریکايي پوځ زرګونه سرتېري راتګ، د جګړه ورځ تر بلې تودېدل، د دوبۍ په نزدې سیمه کي لوی د نفتو سیمه ویشتل د سیمي د نېکمرغي زیری نه دئ.
زرګونه امریکايي سرتېري د نخبه ۸۲م کومانډو فرقې سیمي ته رسېدلي، شاوخوا ۲۵۰۰ سمندري سرتېري (مرین) هم وروستۍ ورځو کي ځای پر ځای سوي. دغه ځواکونه د احتمالي پوځي عملیاتو لپاره چمتو دي.
د جګړې احتمالي پلانونه راتلونکې میاشت کي:
• د خارک ټاپو نیول، چي د ایران د نفتو لویه برخه له همدې ځایه صادریږي
• د هرمز د لاري خوندي کول
• له ایرانه د غني سوي یورانیمو را ایستل
کارپوهان وايي د خارک ټاپو نیول ډېر خطرناک دی، ځکه ایران یې کولای سي د توغندیو او ډرونونو په وسیله په نښه کړي.
د دوبۍ برید
وروسته له هغه، ایران یو لوی نفتي ساحه چي د کویت بیرغ یې درلود، په نزدې سیمه د دوبۍ هدف وګرځاوه او په اور ولګید. دغه ځای توانايي درلود چي شاوخوا دوه میلیون بوتله نفت انتقال کړي، ارزښت یې له ۲۰۰ میلیون ډالرو زیات وو. د دې برید له امله د نفتو بیه په امریکا کي لوړه سوې او خلک او سیاستمداران یې اندېښمن کړي.
ټرمپ خبرداری ورکړی چي څو ورځي کي که ایران د هرمز لار پرانیزي نه، د ایران نفت، بریښنا او د اوبو تاسیسات به له منځه یوسي.
نوي ځواکونه د قوماندې، لوژستیک او جګړهییزو واحدونو مجموعه ده، چي هدف یې د احتمالي عملیاتو لپاره چمتووالی دی. تر اوسه پرېکړه نه ده سوې چي ځواکونه به د ایران خاوري ته داخلیږي که نه، خو وړتیا یې موجوده ده.
سیاسي او اقتصادي فشار
• جګړه د نفتو بیې لوړې کړې؛ په امریکا کي د ګالون بیه د درې کالو په لوړه کچه رسیدلې
• د ټرمپ اداره هڅه کوي چي له ایران سره خبرې وکړي، خو په عین وخت کي خبرداری ورکوي
• جګړه د سیمي اقتصادي حالت هم ګډوډ کړی، تګ راتګ او صادرات له ستونزو سره مخ سوي
د جګړې شمېرې
• له ۱۱ زره زیات هدفونه ویشتل سوي
• له ۳۰۰ زیات امریکايي سرتېري ټپیان سوي
• ۱۳ امریکايي سرتېري وژل سوي
• عملیات د «ایپک فیوري» په نوم روان دي