د روسیې د امنیت شورا مرستیال الکساندر ونددیکتوف ویلي، مسکو چمتو

د روسیې د امنیت شورا مرستیال الکساندر ونددیکتوف ویلي، مسکو چمتو دئ، چي د پاکستان او ط..البانو ترمنځ د سته اختلافاتو د حل له پاره مرسته وکړي.
نوموړي د مسکو امنیتي فورم په څنډه کي د پاکستان د ملي امنیت له مرستیال سلاکار سجاد خان سره په لیدنه کي ټینګار کړی، چي دواړه لوري باید د خبرو له لاري خپلي ستونزي هواري کړي.
روسیې دا څرګندوني پر داسي مهال کړي، چي په وروستیو میاشتو کي د ډیورنډ فرضي کرښي پر سر د امنیتي ستونزو له امله د اسلام‌اباد او ط..البانو اړیکي ترینګلي سوي دي.