د روسیې رسنیو خبر ورکړی، چي ط..البانو او روسیې د پوځي او تخنیکي همکاریو په موخه تړون لاسلیک کړی دئ.
د راپورونو له مخي، دغه هوکړهلیک په مسکو کي د یوې رسمي ناستي پر مهال لاسلیک سوی او د ط..البانو د دفاع وزیر م.لا یعقوب م.جاهد او د روسیې د امنیت شورا سکرټر سرګي شویګو هم په کښي حضور درلود.
روسي سرچینو د تړون د جزئیاتو په اړه ډېر معلومات نه دي خپاره کړي، خو ویل کېږي چي دا هوکړه به د دواړو هیوادونو ترمنځ امنیتي او تخنیکي اړیکي نوري هم پراخي کړي.
م.لا یعقوب م.جاهد د روسیې د امنیت شورا په نوښت جوړ سوي نړۍوال امنیتي کنفرانس کي د ګډون له پاره مسکو ته تللی دئ.