د روغتیا نړۍوال سازمان وايي ژړی لا هم په افغانستان کي یوه مهمه روغتیايي ستونزه ده او هر کال ورباندي زرګونه کسان اخته

د روغتیا نړۍوال سازمان وايي ژړی لا هم په افغانستان کي یوه مهمه روغتیايي ستونزه ده او هر کال ورباندي زرګونه کسان اخته کېږي.
د دغه سازمان د شمېرو له مخي، په ۲۰۲۵ کال کي په افغانستان کي د تور او ژړ ژړي ۵۹ زره او ۳۳۳ نوي پېښي ثبت سوي دي.
دغه سازمان زياتوي، چي د دې ناروغۍ د مخنیوي له پاره باید خلګو ته لا ډېر روغتیايي پوهاوی ورکړل سي او د معایني او درملني خدمتونه پراخ سي.

د روغتیا نړۍوال سازمان په وینا، که دا ګامونه په ښه ډول عملي سي، د يادي ناروغۍ د خپرېدو مخه به ونیول سي او د خلګو پر روغتیا به ئې ناوړه اغېزې کمي سي.
ژړی یوه ویروسي ناروغي ده که پر وخت ئې تشخیص او درملنه ونه سي، د سختو روغتیايي ستونزو لامل کېدای سي.