د ط..البانو تر واک لاندي د زندانونو د تنظيم ادارې په يوه نشر کړې خبرپاڼه کي ويلي، چي د ايران حکومت د درو ښځو په ګډون ۱۶۴ د افغان کډوالو بنديان ط.. البانو ته سپارلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه کسان د نيمروز ولايت د وريښمو پله د لاري د ايران څخه افغانستان ته راغلي.
خبرپاڼه ليکي چي دغه بنديان د دواړو هیوادونو ترمنځ د بنديانو د تبادلې د تفاهم په اساس ط.. البانو ته سپارل سوي.