د ط..البانو‌ د امر ب.المعروف وزارت وياند سيف خيبر اسلام په يوه ويډيويي پيغام کي ويلي

د ط..البانو‌ د امر ب.المعروف وزارت وياند سيف خيبر اسلام په يوه ويډيويي پيغام کي ويلي، چي په هرات ولايت کي ئې څلور هغه ځوانان نيولي چي د توماس شلبي سټايل ئې کوی او بيا به ئې ويډيوګاني په ټولنيزو رسنيو کي خپرولې.
د هغه په خبره چي نيول سوو ځوانانو پر خپله کړنه پښيماني ښودلې ده.
خيبر ويلي چي دغه ډول لباس او جامي د اسلامي شريعت او افغاني کلتور سره په ټکر کي دي او په همدې سبب ئې ياد ځوانان نيولي.

دا په داسي حال کي ده، چي ط.. البانو مخکي هم د ټولنيزو رسنيو کارونکي نيولي وو او هغوی اړ کړي وو، چي نور پر ټولنيزو رسنيو خپلي ويډيوي نشر نه کړئ.