د ط..البانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت وايي د ط..البانو د مشر م.لاهب.ت الله په امر ئې په ټول افغانستان کي ۵۷۸۱ تنه ليونيان او رواني ناروغان را ټول کړي دي.
یاد وزارت زیاتوي، چي دا کسان ئې د درملني له پاره جمعیت هلال احمر ته معرفي کړي دي، ترڅو درملنه ئې په سم ډول تر سره سي.
دا په داسي حال کي ده، چي په افغانستان کي په نشه يي توکو د روږدو کسانو، رواني ناروغانو او ليونيانو شمېر ورځ تر بلي زياتېږي.