د ط..البانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چي د هیوادوالو له پاره د قونسلي خدمتونو د اسانتیا په موخه به د اسنادو د تائید خدمتونه د افغانستان په لسو ولسوالیو کي پیل کړي.
د ياد وزارت د معلوماتو له مخي د کابل په سروبي او قرهباغ، د هرات د شینډنډ، د کندهار د سپینبولدک، د بلخ په حیرتان، د ننګرهار په تورخم، د هلمند په ګرشک، د کندز په امام صاحب، د غزني په جاغوري او د پکتيا په څمکنيو ولسوالۍ کي دغه پروسه پيلوي.
د ط..البانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، غوښتونکي کولای سي خپل اسناد د افغان پوسټ له لاري واستوي او له تائید وروسته ئې بېرته ترلاسه کړي.
د دغه وزارت په وینا، د دې طرحي موخه د قونسلي خدمتونو اسانه کول دي.