د ط.. البانو د عامي روغتیا وزارت اعلان کړی، چي د پولیو ضد واکسین دوهم فرعي ملي کمپاین نن دوشنبه پيل سوو او په ترڅ کي به ئې د هیواد په ۲۰ ولایتونو کي څه باندي اته میلیونه ماشومانو ته واکسین ورکړل سي.
د ط..الباني د دغه وزارت په وینا، په کندهار، هلمند، ارزګان او زابل ولایتونو کي به دا کمپاین د مې میاشتي له ۱۹ تر ۲۲ نېټې پوري دوام وکړي. چارواکو له خلګو غوښتي چي د واکسین له ټیمونو سره همکاري وکړي څو ماشومان د ګوزڼ له ناروغۍ څخه خوندي پاته سي.