د ط..البانو د پوځ مشر فصیح‌الدین فطرت د بدخشان نسي ولسوالۍ ته تللی او له جمعه‌خان فاتح سره د رواني جګړې د پای ته رسولو

د ط..البانو د پوځ مشر فصیح‌الدین فطرت د بدخشان نسي ولسوالۍ ته تللی او له جمعه‌خان فاتح سره د رواني جګړې د پای ته رسولو په اړه خبري کوي.
د سرچینو په وینا، دغه خبري له درو ورځو راهیسي رواني دي، خو تر اوسه کومي پایلي ته نه دي رسېدلي.
ویل کېږي چي د ط..البانو او د فاتح د کسانو ترمنځ نښتي شپږ ورځي رواني وې.

سرچینې وايي، د فاتح ځیني نژدې کسان د خبرو پر ځای د جګړې د دوام غوښتنه کوي.
بايد وويل سي چي د دواړو لورو ترمنځ اختلافات له څو میاشتو راهیسي د کانونو د استخراج او د فاتح د نژدې کسانو د نیول کېدو له امله زیات سوي وو.