د ط..البانو د پېښو سره د مبارزې د ملي ادارې ویاند محمد یوسف حماد ويلي

د ط..البانو د پېښو سره د مبارزې د ملي ادارې ویاند محمد یوسف حماد ويلي، چي په افغانستان کي د وروستيو اورښتونو له امله ۲۸ کسان وژل سوي او ۴۹ تنه نور ټپيان سوي دي.
د هغه په خبره دغه مرګ ژوبله په هرات، هلمند، کندهار، زابل، دایکندي، بامیان،غور، بادغیس، فاریاب، بلخ، سمنګان، جوزجان، سرپل، بغلان، پروان، کاپیسا، پنجشېر، کابل، ننګرهار، لغمان، لوګر، پکتیا، پکتیکا، بدخشان او تخار ولایتونو کي رامنځ ته سوې ده.
د يادي ادارې د وياند په وينا د دغو سېلابونو له امله ۹۳ کیلومتره سړکونه، دوه زره او ۹۰۱ جریبه زراعتي ځمکه، ۱۰ دوکانونه او ۲۴۴ راسه څاروي ئې هم تلف سوي دي.

د حماد په خبره چي مرسته لېږدونکي ټيمونه يادو سيمو ته رسېدلي دي؛ ترڅو د زيانمن سوو کسانو لاس نیوی وکړي.