د ط..البانو د کندهار د کډوالو او رواستنېدونکو چارو رياست د سې شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي چي ۱۵ تنه د افغان کډوال بندیان چي د پاکستان په زندانونو کي بنديان وو، ازاد سوي دي او د سپين بولدک له لاري کندهار ته راغلي.
خبرپاڼه ليکي چي دغه بندیان د دوو ورځو څخه تر دوو مياشتو پوري د پاکستان په مختلفو زندانو کي بنديان وو، چي تر ازادېدو وروسته کندهار ته راغلي.
بايد وويل سي چي دغه افغان کډوال د پاکستان دولت په دغه هيواد کي د اوسېدو د قانوني اسنادو د نه موجوديت له امله نيولي وو.