د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت څخه د جمعې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت څخه د جمعې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د پنج شنبې په ورځ د پاکستان او ايران څخه ۵۱۴ د افغان کډوالو کورنۍ چي د وګړو شمېر ئې ۳۰۹۶ تنه کېږي افغانستان ته راغلي دي.
د‌ هغوی په خبره، چي ۴۴۷ کورنۍ د تورخم د‌ لاري او ۲۸ کورنۍ د‌ کندهار د سپين بولدک د لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي.
د خبرپاڼي په حواله چي دغه افغان کډوال پاکستان په زور او جبر د خپلي خاوري څخه ايستلي او افغانستان ته راغلي دي.

دغه راز هغوی زياتوي،چي په ياده ورځ ۱۸ کورنۍ د نيمروز د وريښمو پله او ۱۰ کورنۍ د هرات د اسلام کلا د لاري د ايران څخه افغانستان ته راغلي.