د ط..البانو مشر م.لا هب.تالله آخندزاده په خپل تازه فرمان کي امر کړی، چي د دولتي اسنادو څخه د بهرنيو اصطلاحاتو د لېرې کولو له پاره دي يوه ګډه کمېټه جوړه سي.
د ط..البانو د عدليې وزارت د ط..البانو د مشر م.لا هب.تالله آخندزاده هغه فرمان نشر کړی، چي په کښي د بهرنيو اصطلاحاتو پر لېري کولو ئې ټينګار کړی.
په دغه فرمان کي ويل سوي، چي د پوهني، لوړو زدهکړو، اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونه او د علومو اکاډمي او اداره امور دي په ګډه د بهرنيو اصطلاحاتو د لېري کولو ګډه کمېټه جوړه کړي، چي مشري به ئې د عدلیې وزارت کوي.
په فرمان کي راغلي چي ټولي دولتي ادارې بايد خپلي کارېدونکي بهرنۍ اصطلاحګاني راټولي کړي او د هغو له پاره دي مناسب بديلونه برابر کړي، بيا دې يادي کمېټې ته وسپاري.
ط..البان وايي چي دا اقدام د دې له پاره کېږي، چي په رسمي اسنادو کي د ملي اصطلاحاتو کارول زيات سي او بهرنۍ کلمې محدودي سي.