د لوګر ولایت د ط.. البانو د امنيې قومندانۍ څخه د جمعې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د لوګر ولایت د ط.. البانو د امنيې قومندانۍ څخه د جمعې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه ولايت په مرکز پل علم ښار کي د يوې ترافيکي پېښي له امله ۱۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه ترافيکي پېښه هغه وخت رامنځ ته سوې، چي د مسافرو يو موټر د سړک څخه اوښتی او د دېوال سره ئې ټکر کړی، چي له امله ۱ کس وژل سوی او ۱۵ نور ټپيان دي.
خبرپاڼه ليکي چي دغه ترافيکي پېښه د موټر چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځ ته سوې.