د ماشومانو د ژغورني نړۍوال سازمان وايي، افغانستان د هغو پنځو هیوادونو او سیمو په ډله کي دئ، چي د جګړو پر مهال په کښي تر ټولو ډېر ماشومان وژل سوي یا معلول سوي دي.
د ياد سازمان په راپور کي ويل سوي، چي په دې نوملړ کي فلسطین، سومالیا، سوریه او یمن هم شامل دي.
د دغه سازمان د راپور له مخي، له ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۲۵ کال پوري په نړۍ کي د ماشومانو د وژل کېدو او معلولېدو څه باندي ۱۷۱ زره پېښي د ملګرو ملتونو له خوا ثبت او تایید سوي دي.
راپور زیاتوي، چي په ۲۰۲۵ کال کي نژدې ۵۸۹ میلیونه ماشومان د نړۍ په جګړهځپلو سیمو کي اوسېدل، چي دا شمېر له ۱۹۹۰ کال راهیسي تر ټولو لوړ دئ.