د ناروې په برګين ښار کي نامعلومو کسانو يو افغان کډوال وژلی او د هغه مېرمن ئې ټپي کړې ده

د ناروې په برګين ښار کي نامعلومو کسانو يو افغان کډوال وژلی او د هغه مېرمن ئې ټپي کړې ده.
د ياد قرباني سوي افغان کډوال د کورنۍ غړو رسنیو ته ویلي، چي نوموړی د تېري جمهوري نظام پر مهال په افغانستان کي د ځانګړي ۲۲۲ قطعې غړی و او د پخواني حکومت له سقوط وروسته یې له خپلي کورنۍ سره يو ځای ناروې ته پناه وړې وه.
په ورته وخت کي د ناروې پولیسو ويلي، چي دا پېښه د یکشنبې په ماښام د دلوي په ۱۹مه د آرنا په سیمه کي رامنځ ته سوې ده.

د راپورونو له مخي، دغه افغان د خپل کور مخ ته په فزیکي برید کي سخت ټپي سوی او وروسته ئې په روغتون کي ساه ورکړې ده.
بریدګر د پولیسو تر رسېدو وړاندي له سیمي څخه تښتېدلی دئ.
د ناروې پوليسو ويلي، چي د دغه پېښي په اړه ئې څېړني پيل کړي دي.