د نورستان څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي

د نورستان څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت مرکز اړوند په اشټيو پارک کي د ميله والو په ټکانو کي يو ځايي کس ويشتل سوی او وژل سوی دئ.
د سرچينې په وينا چي وژل سوی کس زين السلام نومېدی.
په ورته وخت کي د نورستان امنيتي ط..البانو هم ياده پېښه منلې ده او په خبره ئې چي د يادي پېښي په تړاو ئې يو کس نيولی دئ.

بايد وويل سي، چي په افغانستان کي يو شمېر کسان د ناقانونه وسلو سره يو ځای تفريحي ځايونو ته داخلېږي، چي له امله ئې ورته پېښي رامنځ ته کېږي.