د هلمند ولايت د ط..البانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د دغه ولايت د رسنيو څخه د ليدني پرمهال هغوی ته امر کړی، چي د دوی د رهبر م.لا هب.ت الله حکمونه او فرمانونه د خپلو راډيوګانو د لاري نشر کړئ.
د هلمند يو شمېر خبریالان وايي چي په جبري ډول د رسنيو له لاري د دولت له خوا يو څه نشرول پر رسنيو د سانسور په مانا دئ او ط..البان بايد هغوی مجبوره نه کړي، چي د دوی د مشر فرمانونه نشر کړي.
دا په داسي حال کي ده، چي د ط..البانو د بيا واکمنۍ سره سم په افغانستان کي زيات شمېر رسنۍ وتړل سوې او ډېري رسنۍ ئې د سانسور تر چتر لاندي نشرات کوي.
د افغان خبريالانو د ملاتړ سازمانونه په افغانستان کي د خبريالانو پر وړاندي د محدودیتونو د کمېدو غوښتنه کوي.