د پاکستان د اقتصادي چارو وزارت او مرکزي بانک وروستي شمېرې ښيي چي دغه هیواد د بهرنیو پورونو تر ټولو دروند بار پر اوږو

د پاکستان د اقتصادي چارو وزارت او مرکزي بانک وروستي شمېرې ښيي چي دغه هیواد د بهرنیو پورونو تر ټولو دروند بار پر اوږو اخلي.
د پاکستان ډان ورځپاڼه ليکي چي د روان مالي کال په لومړیو پنځو میاشتو کي بهرنیو پورونو ته د راتګ کچه ۴۶ سلنه لوړه سوې او یوازي د جولای څخه تر نومبر پوري پاکستان ته ۳.۰۳۲ ملیارده ډالره نوي پورونه ورکړل سوي دي.
دغه ورځپاڼه زياتوي، چي دا چټک زیاتوالی دا معنا لري چي اوس د پاکستان مجموعي بهرنی پور ۱۳۴.۵ ملیاردو ډالرو ته رسېدلی.

په راپور کي ويل سوي، چي دا رقم د پاکستان په تاریخ کي ساری نه لري.
خو د دغو شمېرو تر ټولو حیرانوونکي او ټکان ورکوونکي برخه داده چي که دا مجموعي پور د پاکستان پر ټولو ۲۴۱ میلیونه وګړو ووېشل سي، نو هر پاکستانی وګړی شاوخوا ۱۵۶ زره پاکستانۍ روپۍ د نړۍوالو پوروړی دي.