د پاکستان رسنيو د سې شنبې په ورځ راپور ورکړی

د پاکستان رسنيو د سې شنبې په ورځ راپور ورکړی، چي د دغه هيواد په سند ايالت کي د روان ميلادي کال په اولو څلورو مياشتو کي ۳۲۹ ماشومان د ايډز يا ايچ ای وي په ناروغۍ اخته سوي دي.
يادو رسنيو د پاکستان د روغيتايي چارواکو په حواله ويلي، چي په دغه ايالت کي ورځ تر بلي د ايډز د ناروغۍ پېښي زیاتېږي.
په راپور کي ويل سوي، چي ۱۸۸ هلکان او ۱۴۱ نجوني په دغه ناروغۍ اخته سوي او په اوسط ډول هر ورځ په دغه ايالت کي څلور ماشومان په ياده ناروغۍ اخته کېږي.