د پاکستان پوليسو د سې شنبې په ورځ رسنيو ته ويلي، چي تېره شپه د خيبر پښتونخوا په باجوړ ولسوالۍ کي نامعلومو کسانو يوه دولتي ښوونځي په بمونو الوځولې ده.
د پوليسو په وينا چي د ښوونځي ودانۍ ويجاړه سوې خو چاته په کښي زيان نه دئ رسېدلی.
د هغوی په خبره چي د عاملينو د موندلو په اړه ئې پلټني پيل کړي دي.