د پاکستان پوځ وایي، په تېرو دوو ورځو کي ئې د ډیورنډ فرضي کرښي په اوږدو کي د جلا جلا عملیاتو پر مهال ۱۳ وسله‌وال وژلي دي

د پاکستان پوځ وایي، په تېرو دوو ورځو کي ئې د ډیورنډ فرضي کرښي په اوږدو کي د جلا جلا عملیاتو پر مهال ۱۳ وسله‌وال وژلي دي.
د پوځ په وینا، اته کسان په مهمندو سیمه او پنځه نور په شمالي وزیرستان کي هغه مهال ووژل سول چي غوښتل ئې د افغانستان څخه خېبرپښتونخوا ته داخل سي.
د پاکستاني پوځ په وينا چي افغان ط..البان د پولو په ساتلو کي پاته راغلي دي او له هغوی ئې غوښتي چي د افغانستان خاوره دي د پاکستان پر ضد د بریدونو له پاره نه کاروي.

دا څرګندوني پر داسي مهال کېږي، چي د دواړو لورو ترمنځ پر ډيورنډ فرضي کرښه باندي تاوتريخوالی زيات سوی.