د کندهار په لرغوني ښار کي د افغانستان د بنسټګر، ستر واکمن احمدشاه بابا تاریخي کور تر ترميم وروسته یو ځل بیا د سیلانیانو پر مخ خلاص سوی.
دغه ودانۍ چي شاوخوا درې پېړۍ تاریخ لري، د احمدشاه بابا د دورې څخه یو ارزښتناک پاته سوی یادګار بلل کېږي.
یاد کور د ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ط..البانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ترميم کړی او ۱۴۴۸ متره مربع مساحت لري.
دا تاریخي ماڼۍ په ۱۷۵۴ میلادي کال کي د احمدشاه بابا په امر جوړه سوې وه.
ط..البان وايي چي دغه تاريخي ودانۍ ئې تر ترميم وروسته د سې شنبې په ورځ يو ځل بيا د سیلانیانو پر مخ خلاصه کړې ده.
بايد وويل سي، چي د دغه کور د بیارغوني پر مهال درې تاریخي اثار هم موندل سوي وو، چي دوه ډبرین او خاورین څراغونه او د احمدشاهي دورې یو ځنځیر په کښي شامل و.