د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په خپل تازه راپور کي ویلي، په ۲۰۲۵ کال کي په ټوله نړۍ کي ۵.۸ میلیونه کډوال ماشومان ښوونځیو ته نه دي شامل سوي.
د راپور له مخي، دغه شمېر د ښوونځي عمر لرونکو کډوالو ماشومانو ۴۴ سلنه جوړوي.
دغه سازمان زياتوي، چي د منځنۍ کچي زدهکړو وضعیت لا خراب بلل سوی او یوازي ۳۲ سلنه کډوال ماشومان دې پړاو کي ښوونځیو ته تللي دي.
دغه سازمان وايي، جګړې، بېځایه کېدل، بېوزلي او د بشري مرستو د بودجې کمېدل د کډوالو ماشومانو پر زدهکړو منفي اغېز کوي او د دې بهیر دوام ښايي میلیونونه نور ماشومان هم له زدهکړو بې برخي کړي.
د راپور له مخي، په ۲۰۲۵ کال کي د کډوالو د لوړو زدهکړو کچه ۱۱ سلني ته لوړه سوې، چي د تېر کال په پرتله زیاتوالی ښيي.