سي‌بي‌اېس نیوز راپور ورکړی

سي‌بي‌اېس نیوز راپور ورکړی، چي د عمان او ایران ترمنځ د هرمز تنګي او د دواړو هیوادونو د سمندري لارو د بېرته خلاصولو په اړه خبرو کي پرمختګ سوی، خو وروستۍ هوکړې ته د رسېدو له پاره لا هم نورو ډیپلوماټیکو هڅو او وخت ته اړتیا ده.
د راپور له مخي، د عماني چارواکو او تهران تر منځ خبري هغه وخت پيل سوې، چي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۱۳ ورځنیو هوايي بریدونو د درولو پرېکړه وکړه.
سیمه‌ییزي سرچینې وايي، دا اقدام د حساسو خبرو د دوام او د مذاکراتو د نه ګډوډېدو له پاره مهم و.

بل لور ته، ټرمپ ویلي چي واشنګټن دا خبري له نژدې څاري.
نوموړي ادعا کړې، چي ایران د یوې هوکړي لېوالتیا لري، خو زیاته کړې ئې ده چي لا د وروستۍ موافقې وخت نه دئ را رسېدلی، سره له دې چي د نوو وړاندیزونو اورېدو ته چمتو دئ.