ط..البان وايي چي د پاکستان جيټ الوتکو د پنج شنبې په سهار د هلمند ولايت په ګرمسېر ولسوالۍ کي د ولسي خلګو پر کورونو بمبار

ط..البان وايي چي د پاکستان جيټ الوتکو د پنج شنبې په سهار د هلمند ولايت په ګرمسېر ولسوالۍ کي د ولسي خلګو پر کورونو بمبار کړی، چي په کښي ۴ کسان وژل سوي او ۸ نور ټپيان سوي دي.
د هغوی په خبره چي د پاکستان جيټ الوتکو په ګرمسېر کي پر دوو ملکي کورونو بمبار کړی او دغه مرګ ژوبله ئې اړولې ده.
د ط..البانو د حکومت وياند ذبيح الله م.جاهد د پاکستان دغه برید غندلی او دا ئې پر افغانستان ښکاره تېری بللی.