قطب شمال؛ د قدرتونو د سیالۍ نوې جبهه
ایا کاناډا د ځان دفاع کولای سي؟
شمالي قطب د مځکي تر ټولو سړه او ستراتېژیکه سیمه ده چي د شمالي یخني سمندر شاوخوا پرته ده او د کاناډا، روسیې، امریکا (الاسکا)، ډنمارک/ګرینلنډ او ناروې تر نفوذ لاندي راځي. دا سیمه د سخت اقلیم، اوږدو یخو ژميو او لږ نفوس له امله دایمي اوسېدنه ډېره محدوده لري، خو له پوځي، اقتصادي او ستراتېژیک پلوه ډېر ارزښت لري.
په شمالي قطب کي د طبیعي زېرمو لکه تېلو، ګازو او مهمو کانونو شتون، او همدارنګه د سمندري نوو لارو رامنځته کېدل، دې سیمي ته د سترو قدرتونو پام ور اړولی دی. همدې ځانګړتیاوو شمالي قطب د نړیوال سیاست او امنیت په یوه مهم رقابتي میدان بدل کړی دی.
کاناډا د دې ستري سیمي د ساتنې لپاره کاناډا تر ډېره پر زړو راداري سیستمونو، څو نظامي اډو او محدود ساحلي ځواک تکیه کوي؛ هغه څه چي د نن ورځي د امنیتي ګواښونو لپاره بسنه نه کوي.
په وروستیو کلونو کي قطب شمال د سترو قدرتونو د جیوپولیټیکي سیالۍ په ډګر بدل سوی دی. روسیه او امریکا هلته پوځي حضور لري، او چین هم ځان «قطب شمال ته نږدې هېواد» بولي او خپل سمندري او یخماتوونکی ځواک پراخوي. په دې منځ کي کاناډا د لږ نفوس او محدودو امکاناتو سره د یوې ستراتېژیکي سیمي د ساتني مسئولیت پر غاړه لري.
د اوکراین جګړې د قطب شمال امنیت ته نوې پاملرنه راوګرځوله، خو د ګرینلنډ پر سر د ډونالډ ټرمپ دریځ دا موضوع لا نوره هم تاوده کړه. امریکا غواړي په دې سیمه کي خپل دفاعي سیستم پیاوړی کړي او د احتمالي بهرنیو ګواښونو مخه ونیسي، هغه څه چي د کاناډا پر دفاعي پالیسۍ مستقیم اغېز لري.
د کاناډا حکومت وايي چي د رادارونو، الوتکو، او انساني ځواک په برخه کي بېساري پانګوني کوي. د پوځ پخواني چارواکي دا بدلون «لوی امنیتي تحول» بولي، خو ټینګار کوي چي لا هم جدي ستونزي سته؛ لکه د بندري تاسیساتو نشتوالی او د لېري پرتو نظامي اډو د اکمالاتو سختۍ.
له بلي خوا، پوځي کارپوهان د هایپرسونیک توغندیو په اړه خبرداری ورکوي چي هغه وسلې چي د ږغ له سرعته څو چنده تېزي دي او اوسني دفاعي سیستمونه یې پر وړاندي کمزوري دي. همدې اندېښنو امریکا دې ته اړ کړې چي د «طلایي ګنبد» په نوم نوی دفاعي پلان وړاندي کړي، خو د کاناډا رول پکښي لا روښانه نه دی.
سره له سیاسي ترینګلتیاوو، امریکا او کاناډا لا هم په قطب شمال کي نږدې پوځي همکاري لري. ډېری شنونکي وايي چي د دې سیمي امنیت یوازي د یو هېواد کار نه دی، بلکي ګډ مسئولیت دی—او کاناډا باید که غواړي خپل دریځ وساتي، د دفاعي ژمنتیاوو تر څنګ عملي توان هم لوړ کړي.