نړۍوال بانک په خپل یوه تازه راپور کي ویلي

نړۍوال بانک په خپل یوه تازه راپور کي ویلي، چي افغانستان لا هم د ډیجیټلي خدمتونو او برېښنايي مالي معاملو له پاره پیاوړی سیستم نه لري او په دې برخه کي له بنسټیزو ستونزو سره مخ دئ.
د راپور له مخي، د منځني ختیځ، شمالي افریقا، افغانستان او پاکستان له ۲۱ هیوادونو څخه یوازي ۱۲ هیوادونه د چټکو برېښنايي تادیاتو سیستم لري.
نړۍوال بانک وايي، په افغانستان کي د خلګو د ډیجیټلي پېژندني، برېښنايي پیسو لېږد او د معلوماتو شریکولو چاري لا هم له نیمګړتیاوو سره مخ دي.

راپور زیاتوي، چي د افغانستان ترڅنګ په سوریه، لبنان او یمن کي هم د جګړو او بې‌ثباتۍ له امله ډیجیټلي سیستمونه زیانمن سوي دي.
د نړۍوال بانک په باور، د دغو ستونزو له امله خلګ په اسانه مالي خدمتونو، سوداګریزو فرصتونو او دولتي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *