نړۍوالو رسنيو راپور ورکړی، چي د ناروې پخواني لومړي وزير توربیورن یاګلند تېره اوونۍ وروسته له هغه روغتون ته لېږدول سوی

نړۍوالو رسنيو راپور ورکړی، چي د ناروې پخواني لومړي وزير توربیورن یاګلند تېره اوونۍ وروسته له هغه روغتون ته لېږدول سوی، چي د ځان وژني هڅه ئې کړې وه.
پر توربیورن یاګلند باندي تور دئ، چي هغه د ماشوم‌ ځورونکي جېفري اپسټين سره اړيکي درلودې او د همدې اړيکو له امله محکمې ته معرفي سوی و.
د راپورونو له مخي چي هغه د ياد تور له امله د ځان وژني هڅه کړې؛ خو هڅه ئې ناکامه سوې ده او اوس مهال د ناروې په يوه روغتون کي بستر دئ. رسنيو د هغه روغتون په اړه نور معلومات نه دي خپاره کړي، چي په کښي د ناروې پخوانی لومړی وزیر په کښي تر درملني لاندي دئ.

۷۵ کلنه یاګلند د ناروې له وتلو سياسي څېرو څخه دئ؛ نوموړي د لومړي وزير په توګه دنده ترسره کړې او همدارنګه د اروپا د شورا د عمومي منشي په توګه هم پاته سوی دئ.
هغه د ناروې د نوبل کمېټې اوږدمهالی غړی هم و او له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۵ کال پوري ئې د دې کمېټې د اغېزناک رئيس په توګه ئې کار کړی و.
د راپورونو له مخي، د ناروې پوليسو په روانه مياشت کي د یاګلند پر څو کورونو چاپې وهلي، ځکه چي پر هغه د اپسټين سره د اړيکو او د فساد تورونه لګېدلي و. دا خبره د اين‌ار‌کي خپرندويي ادارې هم تائيد کړې ده.

پر هغه د فساد شک د امريکا د عدليې وزارت له لوري د اپسټين د دوسيو تر افشا کېدو وروسته زيات سوی، چي په کښي د کلونو له پاره د یاګلند او دغه مالي پانګه‌وال ترمنځ د اړيکو يادونه سوې وه او په کښي ويل سوي و، چي هغه د ناروې پخواني لومړي وزير ته د سفرونو او د لوکس استوګنځايونو وړانديزونه هم کړي ول.
بايد وويل سي، چي ډاکټرانو د ناروي د پخواني لومړي وزير توربیورن یاګلند روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بللی دئ.