يو شمېر سرچينو د جمعې په ورځ څراغ تلوېزيون ويلي، چي تېره شپه ناوخته د پاکستان جيټ الوتکو پر کندهار، کابل او پکتيا باندي بمبار کړی دئ.
د لومړنيو معلوماتو له مخي، چي د پاکستان جیټ الوتکو په کندهار کي د ط..البانو نظامي ځای او په کابل پلچرخي سيمه کي د ولسي خلګو کورنه په نښه کړي دي.
تر اوسه ط..البانو د پاکستان د دغو بریدونو په اړه څه نه دي ويلي او د تلفاتو په اړه ئې هم کره معلومات نه دي خپاره سوي.