د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې لوړپوړي سیاسي، دفاعي او پوځي چارواکي د جمعې په ورځ په اسلام اباد کي د خپل درې اړخیز دفاعي تړون په اړه دوه ورځنۍ غونډه پیلوي.
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف ویلي، چي د یمن د حوثیانو او سعودي عربستان ترمنځ شخړه به هم د دې غونډې په اجنډا کي وي.
هغه ویلي، چي د دې تړون له مخي پر سعودي عربستان هر ګواښ پر پاکستان او ترکیې هم ګواښ دی.
د یوه پاکستاني چارواکي په وینا، په دې غونډه کي به د تړون د پلي کولو کړنلارې او د درېیو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ لارې چارې نهايي سي.
باید وویل سي، چي دغو درېیو هېوادونو د اګست په ۷ مه په مکه کي ګډ دفاعي تړون لاسلیک کړ، چي له مخي یې پر یوه غړي وسلهوال برید پر ټولو غړو برید ګڼل کېږي.
📲 زموږ د ټلګرام چینل سره یو ځای سئ: t.me/ChiraghTV