په افغانستان کي د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو له امله سلګونه ځوانان اړ سوي چي د قاچاقي لارو له لاري ایران او ترکمنستان

په افغانستان کي د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو له امله سلګونه ځوانان اړ سوي چي د قاچاقي لارو له لاري ایران او ترکمنستان ته د کار موندلو له پاره سفر وکړي.
د ط..البانو د ۲۰۷ الفاروق قول اردو ویاند مجیب الله انصار ویلي چي په تېره اوونۍ کي ئې ۵۲۷ کسان چي غوښتل ئې د بېلابېلو سرحدي سیمو څخه په غیرقانوني توګه بهرنيو هيوادونو ته سفر وکړي نيول سوي دي.
دا په داسي حال کي ده چي په هيواد کي د کار نشتوالی، اقتصادي فشارونه او ناامني هره ورځ سلګونه ځوانان د خطرناکو لارو غوره کولو ته اړباسي.

د ټولنیزو چارو شنونکي باور لري چي د کاري فرصتونو کمښت او د حکومت له لوري د ځوانانو ستونزو ته نه پاملرنه، د دې سبب سوی، چي قاچاقبران له دغو ستونزو ناوړه ګټه پورته کړي. دوی وايي، تر څو چي د کار زمینه برابره نه سي، قاچاقي سفرونه به دوام ولري او ځوانان به د ژوند له سترو خطرونو سره مخ وي.