په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر (یوناما) نوې مشره، رباب فاطمه، کابل ته رسېدلې او په رسمي ډول ئې خپله دنده پیل کړې ده.
ملګرو ملتونو ویلي، رباب فاطمه په ډیپلوماسۍ او ملکي خدمتونو کي تر ۳۰ کلونو ډېره تجربه لري.
نوموړې د جاپان له پاره د بنګلهدېش سفیره او د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوال سازمان سیمهییزه استازي هم پاته سوې ده.