په تهران کي د روسيې سفارت خبر ورکړی، چي په دغه ښار کي د سنت نيکولای په نوم د روسيې د يوې کليسا څخه غلا سوې

په تهران کي د روسيې سفارت خبر ورکړی، چي په دغه ښار کي د سنت نيکولای په نوم د روسيې د يوې کليسا څخه غلا سوې.
ياد سفارت ويلي، چي دغه کلیسا د ایران له پخوانیو مسیحي عبادتځایونو څخه ده او په تهران کي د روسيې ارتودوکس عیسویانو یوازینۍ کلیسا بلل کېږي.
د روسیې سفارت د دې پېښي په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړې او ویلي ئې دي چي تمه ئې نه درلودل، چي په ایران کې به داسي کسان پیدا سي چي د مسیحي مقدساتو سپکاوی وکړي او د کلیسا توکي به غلا کړي.

د سفارت په وینا، د سنت نیکولای کلیسا د دوهمي نړۍوالي جګړې، د ایران او عراق جګړې او نورو سختو پړاوونو پر مهال له زیان او تعرض څخه خوندي وه؛ خو اوس ئې توکي غلا سوي.
بايد وويل سي چي د ايران دولت د روسيې د سفارت د دغي ادعا په اړه تر اوسه پوري په رسمي ډول څه نه دي ويلي.