په لغمان او سمنګان ولایتونو کي په بېلابېلو ترافیکي پېښو کي ۱۱ کسان وژل سوي او پنځه نور ټپیان دي.
ط..البانو ويلي چي دغه پېښي تېره شپه د لغمان په قرغیو او د سمنګان په خلم ولسوالیو کي سوي دي.
د معلوماتو له مخي د لغمان په قرغیو ولسوالۍ کي د یوه زرنج او موټر د ټکر له امله اووه کسان وژل سوي او دوه نور ټپیان دي.
همدارنګه، د سمنګان په خلم ولسوالۍ کي د دوو نورو ترافیکي پېښو پر مهال څلور کسان وژل سوي او درې نور ټپیان دي.