په پاکستان کي مېشت افغان کډوالو دغه ويډيو څراغ تلوېزيون ته لېږلې او ويلي ئې دي، چي د خيبر پښتونخوا ايالت په ملاکنډ ولسوالۍ کي د درګۍ په نوم د افغان کډوالو کمپ تړل سوی او اوسېدونکي ئې افغانستان ته تللي.
دغه کمپ کورونه او دکانونه په بشپړ ډول ويجاړ سوي او افغان ورڅخه تللي دي.
دغه افغان کډوال د پاکستان دولت په زور مجبوره کړي وو، چي بايد د پاکستان څخه خپل هيواد ته ولاړ سي.