په پاکستان کي مېشت افغان کډوالو څراغ تلوېزيون ته ويلي

په پاکستان کي مېشت افغان کډوالو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه هيواد د مرکز اسلام‌اباد ښار په فیصل‌تاون سیمه کي د پاکستان پوليسو د افغان کډوالو پر کورونو چاپې وهلي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخي پولیسو د ملکي جامو او شخصي موټرو په کارولو سره د افغان کډوالو کورونو ته ورغلي او یو شمېر افغان کډوال ئې نیولي دي.
سرچینې زیاتوي چي د پاکستان پوليس د افغان کډوالو د کورونو دروازې په زوره ټکوي، چي له امله ئې ماشومان او مېرمني د بېري د خطر سره مخ کړي.

هغوی وايي د پاکستان پوليس شپه او ورځ د افغان کډوالو کورو ته ورځي او وروسته بيا د خلګو څخه پيسې او رشوت اخلي که پيسې ور نه کړي بيا ئې افغانستان ته اخراجوي.
دا پېښي په داسي حال کي رامنځ ته سوي، چي د پاکستان حکومت د پناه‌غوښتونکو د نیولو او د دغه هيواده د ایستلو بهیر ګړندی کړی دئ.