په چین کي د ټکنالوژۍ مینه‌وال حیران سوي

په چین کي د ټکنالوژۍ مینه‌وال حیران سوي، ځکه چي د دغه هیواد لخوا جوړ سوی "AgiBot A2" روباټ توانېدلی له سوزهو څخه تر شنګهای پوري ۱۰۶.۳ کیلومتره واټن بې له دمې او ستړیا، یوازي په درې ورځو کي، پیاده ووهي.
دا روباټ د بې‌ساري هوښیارۍ او پرمختللي ټکنالوژۍ له لاري، د لاري په اوږدو کي یوازي د بیټرۍ د بدلولو له پاره لنډي وقفې کړي دي.
د دې لاسته راوړني له امله، د ریکارډونو نړۍوال کتاب کي AgiBot A2 د نړۍ تر ټولو ډېر پیاده مزل کوونکی روباټ ونومول سو.

د دغې کارنامې له اعلانېدو سره، د چین ټکنالوژي شرکتونه او علمي مرکزونه د روباټیک او مصنوعي ذهانت په برخه کي خپل پرمختګونه نندارې ته وړاندي کوي او نړۍ ته دا پیغام ورکوي چي د روباټیک نوی عصر پیل سوی دئ.