په کندهار کي د برېښنا کمښت د صنعتکارانو پر وړاندي لوی خنډ ګرځېدلی، چي له امله ئې یو شمېر فابریکې نورو ولایتونو ته د انتقال د خطر سره مخ دي او د نوو فابریکو د فعالیت له پاره هم زمینه نه ده برابره سوې.
د کندهار صنعتکاران وايي، شاوخوا ۳۰۰ فابریکې ۱۰۰ مېګاواټه برېښنا ته اړتیا لري، خو اوس یوازي ۴۰ مېګاواټه برېښنا د سولر او جنراتورونو له لاري ورکولوکېږي.
دوی شکایت کوي، چي په ۲۴ ساعتونو کي یوازي اووه ساعته نامنظمه برېښنا لري او د جنراتورونو لوړ لګښت ئې پر تولیداتو اقتصادي فشار زیات کړی دئ.
د صنعتکارانو په وینا، شاوخوا ۱۵ زره کسانو د فابریکو له پاره د ځمکي او برېښنا غوښتنه کړې؛ خو دولت ئې غوښتني ته پاملرنه نه ده کړې.
هغوی د ط..البانو د حکومت څخه د دغي ستونزي د حل غوښتنه کړې.