یونسکو او یونیسف په افغانستان کي د نجونو او ښځو پر زده‌کړو د لګول سوو محدودیتونو د لېري کېدو غوښتنه کړې او خبرداری ئې

یونسکو او یونیسف په افغانستان کي د نجونو او ښځو پر زده‌کړو د لګول سوو محدودیتونو د لېري کېدو غوښتنه کړې او خبرداری ئې ورکړی، چي د دې وضعیت دوام به د هیواد راتلونکی زیانمن کړي.
د دواړو بنسټونو په یوه ګډ راپور کي راغلي، چي په افغانستان کي د ښوونځي د عمر تر نیمايي ډېر ماشومان له رسمي زده‌کړو بې‌برخي دي او د زده‌کړو د فرصتونو نشتوالی د یوه بشپړ نسل راتلونکی له خطر سره مخ کوي.
د راپور له مخي، په افغانستان کي د ط..البانو له بیا واکمنېدو راهیسي تر ۲.۶ میلیونو ډېري نجوني له شپږم ټولګي پورته زده‌کړو ته له تګ څخه محرومي سوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *