د یمن د حوثیانو تر واک لاندي روغتیا وزارت ویلي، چي د سعودي عربستان جنګي الوتکو د جمعې په ورځ د تعز ولایت په تربه ښار کي یوه استوګنیزه ودانۍ په نښه کړې، چي ۱۱ ملکي وګړي پکښي وژل سوي دي.
د دې وزارت په وینا، ډېری وژل سوي کسان ماشومان دي او د ژغورني ډلو تر اوسه اته جسدونه راایستلي، خو درې تنه لا هم د ودانۍ تر خرابو لاندي دي.
بلخوا سعودي ائتلاف د دې برید په اړه څه نه دي ویلي، خو ویلي ئې دي، چي د ریاض پر لور ئې د حوثیانو یو ډرون له منځه وړی دئ.
باید وویل سي، چي د یمن د حکومت او حوثیانو ترمنځ جګړي د جولای له میاشتي بیا پیل سوي دي.
📲 زموږ د ټلګرام چینل سره یو ځای سئ: t.me/ChiraghTV