د غزني د ط..البانو د امنیې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د غزني د ط..البانو د امنیې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د چهارشنبې په ورځ سهار شاوخوا ۱۱ بجې د روضې کوتل په سیمه کي د دوو موټرو د ټکر له امله اته کسان وژل سوي.
د سرچینې د معلوماتو له مخي، په وژل سوو کسانو کي يوه ښځه، څلور ماشومان او درې نارینه شامل دي.
بايد وويل سي چي تر دې پېښي څو ساعته وړاندي په بلخ ولایت کي هم ترافیکي پېښي درې کسان وژلي او څلور نور ئې ټپیان کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *